د پاکستان له خوا د تورخم او سپین بولدک د لارو له خلاصېدو سره سم د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي چې په وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د بې توپیره او صادقانه همکارۍ ژمنې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي خو ویل شوي چې د سوداګري او ټرانزیټ په برخو کې رغنده همکاري د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه رسولای شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم نن ازادي راډیو ته په خبرو کې تائید کړه چې د دواړو خواو په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوي او هیله من یو چې په یوه میاشت کې به یې د لومړنیو نتیجو شاهدان واوسو.
پاکستان له شاوخوا پنځو اونیو وروسته نن د تورخم او سپین بولدک لارې د مسافرو او موټرو پرمخ پرانستلې.