د امریکا ولسمشر وايي، هېڅڅوک نه پوهېږي چې معلومه کړي ولې بارک اوباما د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اټمي موافقه لاسلیک کړه.
ډونالډ ټرمپ داڅرګندونې تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم حیدرالعبادي سره په کتنه کې وکړې.
ولسمشر ټرمپ وویل، له عراقي مشرانو سره به د هغه څه په اړه چې ده (خلا) وګڼله خبرې وکړي چې ولې رامنځته شوه چې په نتیجه کې يې داعش ډلې د عراق په شمال کې او لویدیځ کې زیاتې سیمې ونیولې.
ډونالډ ټرمپ وویل، اصلا له لومړي سر نه باید امریکا د عراق جګړه نه وای کړی.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي په داسې وخت کې له واشنګټن کتنه کوي چې سپینه ماڼۍ له داعش سره د مبارزې په اړه د۶۸ هېوادونو په ګډون د یوه کنفرانس لپاره چمتوالی نیسي.