د عراق پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، بغداد کې پرون یوې موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل او ۴۵ نوريې ژوبل کړل.
دا برید د بغداد جنوب لویدیځ ته په امیل سیمه کې شوی دی.
تر اوسه چا د عراق د پایتخت د پروني برید مسؤلیت پر غاړه نهدی اخیستی خو تردې مخکې د دغه شان بریدونو پړه پر داعش ډلې اچول شوې ده.
بغداد په داسې وخت کې دې موټر بم چاودنې ځپلی دی چې عراقي ځواکونه،کرد ملېشه او د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف له داعشه د عراق د دوهم ستر ښار موصل د بیرته نیولو لپاره په مځکینو او هوايي عملیاتو بوخت دي.
راپورونه وايي، دا مهال د موصل ښار د زړې برخې په اطرافو کې د عراقي ځواکونو او داعش د وسلهوالو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.