د ایران ستر مذهبي مشر د حکومت اقتصادي پالیسي نیمګړې بللې

د ایران سترمذهبي مشر د حکومت اقتصادي پالیسي نیمګړې بللې ده او د یوه داسې پایداره اقتصادي تګ‎لارې غوښتنه يې کړې ده چې کار روزګار ته زمینه برابره کړي.

ایت الله علي خامنه يې د نوروز په مناسبت په خپل پیغام کې چې پرون خپور شو ویلي چې ایران داسې یوې اقتصادي پالیسې ته اړتیا لري چې دا هېواد د اقتصاد په برخه کې پر ځان بسیا کړي.

د نوموړي دا غوښتنه د ولسمشر حسن روحاني له اقتصادي تګ‎لارې سره چې غواړي نور نړیوال پانګه‎وال او سوداګر يې ایران ته مخه کړي، توپیر لري.

د خامنه يي په مشرۍ د ایران سخت دریځه مشران له نړیوالو قوتونو سره د ایران د اټمي موافقې پر شرطونو هم انتقادونه لري.

د ایران مذهبي مشر ویلي حکومت د خلکو د اقتصاد د ښه کولو لپاره یو څه مثبت ګامونه اخیستي خو دا اقدامات د ایرانیانو غوښتنې نه پوره کوي.