م.م: د ۲۰۱۷م له پیله ۳۸ زره کسان خپل کورو پریښودو ته اړ شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت وايي، جګړو او تاوتریخوالي د ۲۰۱۷ کال له پیل راهیسې تراوسه پورې څه د پاسه اته دېرش زره کسان خپلو کورنو پریښودو ته اړ کړي دي.

یوناما د دوشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي چې زیاتره بې ځایه شوي کسان د کندز او بدخشان ولایتونو دي.

د راپورله مخې د بې ځایه شوېو ۵۷ په سلو کې له اتلسو کلونو کم عمره کسان دي چې جګړو او روان تاوتریخوالي خپلو سیمو پریښودو ته مجبوره کړي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د جګړو او تاوتریخوالي د دوام په صورت کې به د روان میلادي کال تر پایه د بې ځایه شوېو کسانو شمېره څلور نیم سوه زرو ته لوړه شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې شاوخوا ۶ نیم سوه زره کسان بې ځایه شوي وو.