د فراه او ایران پر پوله ۲۳ کېلوګرامه مخدره مواد نیول شوي

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې د ایران او فراه ولایت پر پوله ۲۳ کېلوګرامه مخدره مواد نیولي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري ازادي راډيو ته وویل چې په نیول شویو موادو کې کریستال او هیرون شامل دي او په تړاو یې یو ایرانی وګری هم نیول شوی.

ښاغلي مهدي زیاتوي چې دغه کس د تېلو په ټانکر کې دغه مواد ځای پرځای کړي و او غوښتل یې ایران ته یې قاچاق کړي چې دا فغانستان سرحدي مامورینو نیولی دی.

د یادونې وړه ده چې له دې وړاندې هم ایراني اتباع د فراه ولایت څخه ایران هېواد ته د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.