د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په ۱۳۹۵ کال کې وسله والو مخالفانو ۲۳ زره حملې کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا شنډې شوې دي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري چې نن یې خبریالانو ته خپل کلنی راپور وړاندې کاوه وویل چې په همدې کال کې دښمنانو شوم اهداف درلودل چې ورته ونه رسېدل.
ښاغلی وزیري زیاتوي وسله والو مخالفینو غوښتل چې ۹ ولایتونو تر ولکې لاندې راولي، خو د افغان امنیتي ځواکونو په سرښندنه په بشپړه ډول له ماتې سره مخ شوي دي.