په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال د صدراعظم نوازشريف د هغه اعلان هرکلى کړى چې وايي د افغانستان او پاکستان تړلې پوله به نن پرانيستل شي.
ښاغلى زاخېلوال وايي دغه اعلان د لندن د تېرې اوونۍ د مذاکراتو په نتيجه کې کېږي او پوله به بې له کوم شرطه پرانيستل کېږي.
ده وويل د پولې بيرته پرانيستل کېدل د دغو دواړو هېوادونو پر خرابو اړيکو هم مثبت اغېز لرلاى شي.
له افغان سفير سره د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده:
Your browser doesn’t support HTML5