د کندهار په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو مقامات وايي چې پاکستاني لوري لاهم د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه نه ده خلاصه کړې.
د سپین بولدک د سرحدي پوليسو کمیسار محمد علي داوري څو شېبې مخکي ازادي راډیو ته وویل چې له پاکستاني کمیسارۍ سره يې اړیکه نیولې خو هغوی په ځواب کې وروته ويلي چي د دروازې دخلاصېدو په هکله کې تر اوسه د مرکزي حکومت امر نه دی تر لاسه کړی.
داوري وايي، دی هیله نه لري چي نن د ورځې تر پایه دي د سپین بولدک – چمن لاره خلاصه شي.
دا په داسې حال کي ده چې نن پاکستاني مطبوعاتو خبر ور کړ چې د دې هېواد صدراعظم د چمن او تورخم د دروازو د خلاصېدو امر ور کړی دی.