خادم زوی: ارزګان کې د خرما په نوم پوځي قرارګاه طالبانو نیولې

د ارزګان د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د مرکز ترینکوټ اړوند د خرما په نوم د ملي اردو قرارګاه د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د دغې شورا غړي عبدالکریم خادم زوی ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دغه قرارګاه حمله کړې چې تر سهار یې دوام وکړ او بلاخره د جګړې په پایله کې قرارګاه د وسله والو طالبانولاسته لوېدلې ده.

ښاغلی خادم زوی زیاتوي چې په یاده حمله کې دواړه خواو تهدرانه تلفات اوښتي، خو په اړه یې ډېر جزئیات ورنه کړل.

نومړی وايي چې افغان امنیتي ځواکونو خپل یو شمېر سرتېري د هلیکوپټرو په مرسته مرکز ترینکوټ ته رانتقال کړي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب د قرارګاه نیول مني، خو په اړه یې زیات جزئیات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.