د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې پولیسو په غلطۍ کې د تلاشۍ پر مهال پر یو ملکي کس ډزې کړې او هغه یې وژلی.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار ۹ نیمې بجې د دوهمې حوزې اړوند د کابل بانک مخې ته شوې ده.
ښاغلي خپلواک زیاتوي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.
کندهار په لوېدیځ کې هغه ناامنه ولایت دی چې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره په کې د تلاشۍ زیاتې پوستې جوړې شوې دي.