ډیپلوماټ انلاین: د داعش او طالبانو ترمنځ د سیالۍ زیان افغانستان ته رسېږي

په توکیو کې خپریدونکې ډیپلوماټ انلاین مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د سردار محمد داود خان روغتون برید ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ د سیالۍ زیان افغانستان ته رسېږي.

د دې حملې مسؤلیت د داعش د خراسان ولایت څانګې منلی.

خپرونه لیکي، څیړونکي لاهم د دې ډلې له خوا د پیښو ګواښ سم اټکل نشي کولای او ځینې په افغانستان کې د دې ډلې د وسله والو ظرفیتونه له پامه غورځوي.

ډیپلومات لیکي، افغانان د داعش د افراطي اسلام بڼې ته په ښه سترګه نه ګوري او اوس دا ډله غواړي چې خپله د نفوذ ساحه له ننګرهار ولایت څخه بهر وغځوي.

خو خپرونه زیاتوي، له دې سره سره په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور ښيي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د حکومت یوه مخالفه ډله له طالبانو سره د یوې متممې خو سیالې ډلې په توګه فعالیت کوي.

ډیپلومات خپرونه وړاندې لیکي چې دا دوه ډلې به اوس د وسله والو کسانو د استخدام، د امکاناتو د ترلاسه کولو او ځان ته د اعتبار د ګټلو په برخو کې سیالي سره کوي او حتی که په دې بهیر کې طالبان د یوازینۍ ځواکمنې ډلې په توګه تثبیت هم شي داعش به په سیمه کې د تشدد او بې ثباتۍ د پراخولو لپاره هڅو ته زور ورکړي.

سټارز انډ سټرایپس:

د امریکا چاپ سټارز انډ سټرایپس Stars and Stripes خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا د پوځ د یوه وروستي راپور په حواله لیکلي چې په ۲۰۱۶ کال کې د لومړي ځل لپاره د امریکايي پوځیانو د وجود غړي د جګړو له کبله نه دي غوڅ شوي.

له ۲۰۰۱ کال وروسته چې د افغانستان او عراق جګړې پیل شوې نو د نېږدې ۱۶۵۰ امریکايي سرتېرو لاسونه او پښې له افراطي وسله والو سره د جګړو په ډګر کې غوڅ شول.

د دې سرتېرو شمېره د سټارز انډ سټرایپس د راپور له مخې کله سلګونو ته هم لوړېده خو خپرونه وړاندې لیکي چې په تېر ۲۰۱۶ کال کې د دې سرتېرو شمېره صفر وه.

سټارز انډ سټرایپس، دا ارقام د پوځي صحي ادارې د روغتیايي څارنې د میاشتني راپور پربنسټ خپاره کړي.

خپرونه زیاتوي، افغانستان پر پلیو ځواکونو د هغو پېچلو بمي چاودنو له کبله ډېر مشهور دی چې په ترڅ کې یې د سرتېرو دواړه پښې، مټ یا لاسونه او نور غړي له منځه ځي.

خپرونه د امریکا د پوځ د یوه راپور په حواله لیکي چې په ۲۰۱۰ کال کې له سلو زیات سرتېري له ټپي کېدو وروسته مړه شوي خو یو شمېر نور لاهم ژوندي دي.

د سټارز انډ سټرایپس د راپور له مخې په دې ډله کې هغه پنځه سرتېري هم شامل دي چې دوه پښې یې له ورنونو یا زنګنونو او یا یې دواړه مټې پرې شوې دي.