د پکتیکا چارواکو د ماشومانو د تعلیم لپاره کمپاین وکړ

د پکتیکا ولایتي چارواکو او مدني فعالانو پرون یکشنبه د ماشومانو د تعلیم لپاره کمپاین وکړ.

والي محمد الیاس وحدت ازادي راډیو ته وویل چې دا سمبولیک حرکت یې له مټاخان ولسوالۍ پيل کړی او هدف یې د پکتیکا د خلکو هڅول دي څو خپل ماشومان ښوونځي ته شامل کړي.

محمد الیاس وحدت وویل:

"دا د هرې کورنۍ لپاره پیغام دی چې ښوونځي ته د ماشوم شاملول یوازې د ثواب کار نه دی بلکې دا پر مور او پلار د ماشومانو حق دی."

دپکتیکا د پوهنې ریس محمد نسیم واجد وايي، سږکال پدې ولایت کې د شل زره زده کونکودجذب پلان لري. رپوټونه وايي، په افغانستان کې د امنیت د خرابوالي له امله لږترلږه دوه ملیونه ماشومان د زده کړې له امکانه بې برخې دي.