هلمند کې یوه افغان سرتېري پر بهرنیو سرتېرو ډزې کړي

د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې یوه افغان عسکر پر امریکايي سرتېرو ډزې وکړې او ۳ امریکايي عسکر یې زخمیان کړي دي.

هېڅ وسله والې ډلې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او مسؤلیت یې نه دی اخیستی.

د امریکايي ځواکونو یوه ویندوي پرون یکشنبې د فرانسې خبري اژانس ته وویل:

"په هلمند کې یوه افغان عسکر پرون ماسپښين پر درېیو امریکايي عسکرو ډزې وکړې، هلته ائتلافي عسکرو دحملې د پای ته رسولو لپاره پر افغان عسکر ډزې وکړې او هغه یې وواژه."

د هلمند د والي ویندوي عمر ځواک د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په دې نښته کې یو بل افغان عسکر هم وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې لږترلږه ۳۰۰ سمندري عسکر په پسرلي کې هلمند ته استوي.