د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي هند هڅې کوي چې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هوايي لارې فعالې کړي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد قربان حقجو نن یوې خبرې ناستې ته وویل چې په همدې موخه هند ته سفر څو له نېږدې له هندي چارواکو سره پر دې مسئلې خبرې وکړي:
"تمه ده چې راتلونکې اوونۍ زه په خپله له یوه شپاړس کسیز پلاوي سره هند ته درې ورځنی سفر ولرم او هلته به پر همدې مسئله له هندي چارواکو سره وغږېږم."
دا په داسې حال کې له یویې میاشتې راهیسې پاکستان د تورخم او سپین بولدک لارې تړلې دي خو افغان چارواکي وايي، له دې مسئلې ډېر تاوان د افغانستان په نسبت پاکستان ته رسېدلی دی.