ترکيه غواړي د دغه هېواد وزيران جرمني کې بله غونډه پلان کړي

ترکيه وايي امکان لري د دغه هېواد وزيران په جرمني کې د ټولپوښتنې په درشل کې بله غونډه پلان کړي.

په پام کې ده په ترکيه کې دغه ټولپوښتنه چې له مخې يې ښايي د ولسمشر رجب طيب اردوغان صلاحيتونه زيات شي، يوه مياشت وروسته وشي.

د ترکيې د ولسمشر وياند ابراهيم کالين نن د CNN له ترکۍ څانګې سره په مرکه کې دغه څرګندونې کړي.

په جرمني کې د بلې غونډې پلانول، ښايي د انقرې او برلين ترمنځ کړکېچ زيات کړي.

کالين پر جرمني چارواکو انتقاد وکړ چې ولې يې په خپله خاوره کې د کردستان د کارګر د ممنوعه ګوند يا «PKK» يوې مظاهرې ته اجازه ورکړې ده.

شااوخوا ۳۰ زره کُرد-پلوه مظاهره چيانو د جرمني په فرانکفورت کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغې ټولپوښتنې پر ضد مظاهره وکړه چې پر اساس یې ولسمشر ته پراخ صلاحيت ورکول کېږي.

د مظاهرې برخوالې بيريوان بُزجالي رويټرز اژانس ته وويل:

"تر هرڅه مخکې موږ د PKK ګوند د سياستوال اوجالان ورپسې د مظلومو کردانو ازادي غواړو، البته موږ د اردوغان او د هغه د ټولپوښتنې پرضد خپل غږ اوچتوو او سخت مخالفت يې کوو چې په پام کې ده په اپرېل مياشت کې وشي."

اوجالان د پي کې کې یا د کردستان د کارګرانو ګوند مشر دی چې په ترکیه کې بندي دی.

له جرمني او هالنډ سره د ترکيې ډيپلوماتيکې اړيکې وروسته له هغې خړې-پړې شوې چې دواړو هېوادونو د ترکيې وزيرانو ته اجازه ورنه کړه چې هلته د مېشتو ترکانو غونډو ته وينا وکړي.

ترکي چارواکي هڅه کوي هغې ټولپوښتنې ته چې راتلونکې مياشت په ترکيه کې کېږي په بهر کې هم د مېشتو ترکانو ملاتړ جلب کړي.