فاریاب کې د غېر مسؤله وسله والو ترمنځ نښته کې ۴ تنه وژل شوي

په فاریاب کې د جنبش اسلامي او جمعیت اسلامي ګوند د غړیو ترمنځ په وسله واله نښته کې څلور تنه وژل شوي او لس تنه ټپیان شوي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې نښته د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې پرون ناوخته رامنځته شوې ده.

د ښاغلي یورش په خبره نښته د جنرال دوستم د استازي نظام الدین قیصاري او د جمعیت اسلامي ګوند د قوماندان اجمل ترمنځ شوې.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې د پېښې د څېړولو لپاره پلاوی ټاکل شوی او تر څېړونو وروسته به یې عاملین د قانون منلګو ته وسپارل شي.