شاوخوا ۳۰ زره کُردانو د جرمني په فرانکفورت کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغې ټولپوښتنې پر ضد مظاهره وکړه چې پر اساس یې ولسمشر ته پراخ واک ورکول کېږي.
مظاهره چیانو شعارونه ورکول چې اردوغان تروریست دی او اوجالان دې خوشي شي.
اوجالان د پي کې کې یا د کردستان د کارګرانو ګوند مشر دی چې په ترکیه کې بندي دی.
له جرمني او د اروپايي اتحادیې له نورو هېوادونو سره د ترکیې ډیپلوماتیکې ناندرۍ هغه مهال پیل شوې چې د مارچ په اتلسمه دغو هېوادونو د اردوغان په ګټه په خپلو هېوادونو کې مظاهرو ته اجازه ورنه کړه.