د مصر ال احرام دولتي ورځپاڼې راپور ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي د راتلونکي اپریل په لومړیو کې واشنګټن ته ځي چې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وویني.
ورځپاڼې دا رپور په نننۍ ګڼه کې خپور کړی او ویلي یې دي چې ښاغلی سیسي د خپل امریکايي ساري په بلنه متحدو ایالتونو ته سفر کوي.
دا به د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته امریکا ته د سیسي لومړنی سفر وي.
سیسي وروسته له دې غوره شو چې د مصر پوځ منتخب ولسمشر او اسلامپال مشر محمد مُرسي له واکه وپرزاوه.