د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په سړو سیمو کې به ښوونځي سږ کال د حمل د میاشتې په درېیمه نېټه پرانیستل شي.
د دې وزارت ویندوي مجیب مهرداد پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، هیله لري چې په نوي کال کې به امنیتي ستونزې کمې او زیاتو زده کونکو ته به د زده کړې زمینه برابره شي.
مجیب مهرداد زیاته کړه:
"د حمل په درېمه نېټه به د ښوونځیو زنګ ووهل شي او په سړو سیمو کې به درسونه، رسمي پېل شي."
ملګرو ملتونو تېرکال په خپل رپوټ کې اندیښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې حتی تر پینځه کلن کم عمره کوچنیان شاقه کارونو ته مجبور دي او حکومت د زرهاوو داسې ماشومانو په مصونولو کې ناکام شوی دی.
ملګرو ملتونو همدا راز وویل، په افغانستان کې پر ښوونځیو د طالبانو او نورو وسله والو ډلو حملې زیاتې شوې دي.