اتمر: د روسیې حکومت طالبان تروریستي ډله ګڼي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د روسیې حکومت طالبان تروریستي ډله ګڼي او له تروریستانو سره همکاري نه کوي.

محمد حنیف اتمر پرون شنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، روسي چارواکو ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره تماسونه یې یوازې د سولې په اړه دي او تل یې د افغانستان د حکومت پر شرایطو ټینګار کړی دی.

محمد حنیف اتمر وویل:

"هغوی وویل چې طالبان د رئیس جمهور پوتین د فرمان پراساس، تروریستي ډله ګڼل کېږي، هغوی وویل چې له تروریستانو سره کمک نه کوو بلکې یوازې دا خبره کوو چې که دوی د افغانستان له دولته سره سوله غواړي، موږ يې تشویقوو."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار روسیې ته په خپل وروستي سفر کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت شورا د سکرتر په ګډون له لوړ رتبه چارواکو سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

ښاغلي اتمر وویل چې له روسانو سره خبرې یې مهمې وې.