ټرمپ: جرمني باید د امنیت ټینګولو لپاره امریکا ته پیسې ورکړي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي چې جرمني د ناټو ډېر پوروړی دی او امریکا ته هم باید د امنیت ټینګولو لپاره پېسې ورکړي.

ولسمشر ټرمپ په واشنګټن کې د جرمني له صدراعظمې انګېلا مېرکل سره ترکتنې وروسته،پرون شنبه پر ټویټردا څرګندونې کړې دي.

هغه پرټوېټر لیکلي:

"د جعلي خبرونو خلاف، زموږ کتنه ډېره ښه وه، خو جرمني له ناټو ډېر پوروړی دی، امریکا ته هم چې په ګرانه بیه د جرمني کلکه دفاع کوي، باید پېسې ورکړي."

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظمې انګېلا مېرکل سره په کتنه کې له ناټو د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې ټول غړي هېوادونه باید په منصفانه ډول ونډه واخلي.

هغه وویل چې دناټو زیاتو غړیو هېوادونو له مالي اړخه خپله ونډه سمه نه ده ادا کړې او له ناټو پوروړي دي چې له امریکا سره بې انصافي ده.

ټرمپ وویل، دا هېوادونه باید هغه پېسې چې د ناټو ورباندې دي، ورکړي.