غني: امنیتي ځواکونو ته په موقع اکمالات د بریالیتوب مهم لامل دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر امنیتي منسوبینو سره په خبرو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په موقع اکمالات د دښمن په مقابل کې د بریالیتوب مهم لامل یاد کړ.

د جمهوري ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دا څرګندونې نن سهار د فاریاب ولایت د لومړۍ لوا قوماندان جنرال جنت ګل، د کونړ د مرورې ولسوالۍ د قرارګاه قوماندان سمونیار سیدعزیز او د شاهین قول اردو د اول کنډک د دویم ټولي افسر لومړي بریدمن بریالي سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي.

خبرپاڼه همدارنګه وایي، یادو امنیتي مسؤلینو د محاربوي فعالیتونو، اجراتو او په اړوندو ساحو کې د امنیتي ځواکونو د اکمالاتو په اړه جمهور رئیس ته راپور ورکړی.

د خبرپاڼې له مخې افغان ولسمشر د دښمنانو په ځپلو او د دښمن د محاصرې په ماتولو کې د افغان ځواکونو مېړانه او اتلولي ستایلې ده.

او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې په موقع اکمالات د دښمن په مقابل کې د بریالیتوب مهم لامل یاد کړی دی.