د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن چین ته ورسېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ختیځې اسیا ته د خپل سفر په وروستي پړاو کې چین ته ورسېد.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د شمالي کوریا لخوا د اټمي او بالستیک توغندوی پروګرام اندېښنې راپورته کړي دي.

ټیلرسن پرون ویلي وو که د پیونګیانګ لخوا دا اندېښنې ډېرې شي دوی یې په وړاندې د پوځي اقدام انتخاب هم لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې شمالي کوریا دده په وینا ډېر ناوړه چلند کوي.

ټرمپ زیاته کړه، د پیونګیانک عمده متحد چین په دې برخه کې لږ مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي،د ستراتیژیک زغم پالیسي نوره ختمه شوې ده او واشنګټن د پیونګیانګ د اټمي او بالستیک پروګرام پر ضد پر نویو ډیپلوماټیکو ، اقتصادي او پوځي اقداماتو غور کوي.

په دغه دوه ورځني سفر کې ټیلرسن په پام کې لري د چین له ولسمشر شي جین پینګ او نورو لوړ پوړو چینایي چارواکو سره وګوري.