ایران د خپل اټمي تړون د یوې مادې په اړه پوښتنې راپورته کړي

ایران د نړۍ له لویو قدرتونو سره د خپل اټمي تړون د یوې مادې په اړه پوښتنې راپورته کړي چې ښایې له متحده ایالاتو سره د مقابلې سبب شي.

دغه تړون چې په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شو ایران د درنو اوبو له زيرمه کولو څخه منع کوي.

دا اوبه د ساینسي پلټنو او هم په اټمي ریکتورونو کې د پلاتینیوم د تولید لپاره کارول کېږي.

ایران په ډېره کچه درنې اوبه تولید کړي دي او له وړاندي یې تر هغې محدودې دوه برابره ډېرې زخېره کړي چې ورته ټاکل شوي ده.

دوی ته د ۱۳۰ ټنو درنو اوبو د تولید حدود ټاکل شوی وو.

تهران د واشنګټن له دې خبرې سره مخالف دی چې وایي، د ایران اضافي درنې اوبه باید عمان ته انتقال شي او ترهغو دې هلته په زخیرو کې وساتل شي چې پیریدونکي ورته موندل کېږي.

ایران د مارچ پر اولسمه د ملګرو ملتونو لخوا د اټمي پروګرام څارونکو ته د یوه لیک په استولو پر همدې مادې غور کړی او استدلال کوي چې په تړون کې دا اړتیا نه ده راغلې چې اضافي درنې اوبه دې د خریدار تر پیدا کېدو پوري له هېواده بهر انتقال شي.

تهران وایي، د تړون له مخې باید اضافي درنې اوبه نړیوالو مارکېټونو ته په نړیواله بیه او نړیوالو پیرېدونکو ته د انتقال لپاره اماده کرای شي، خو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره په دې برخه کې سخت دریځ نیولی او تېره اوونۍ یې ملګرو ملتونو ته ویلي چې هېڅ اضافي درنې اوبه په ایران کې نشي ساتل کېدای.