غورځنګ: روسیې طالبانو سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي روسیې له طالبانو سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړی.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډيو ته وویل چې روسیې چارواکو د جمهور رئیس د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په کتنه کې ویلي، له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان د سولې خبرو اترو ته چمتو شي.

د نوموړي په وینا له تروریستي ډلو سره پریکون، د افغانستان د اساسي قانون منل او له تروریستي کړنو لاس اخیستل له طالبانو څخه د روسیې له نورو غوښتنو څخه دي.

ښاغلي غورځنګ وویل چې د افغانستان حکومت د روسیې له دغه موقف څخه هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، تردې وړاندې پر یو شمېر روسي چارواکو داسې تورونه و چې له وسله والو طالبانو سره همکاري لري.