ټاکل شوې ولسي جرګه لوړپوړي امنیتي چارواکي استیضاح کړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزيران او د ملي امنيت عمومي رئيس د ولسي جرګې لخوا استیضاح شي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون د نن ورځې په ناسته کې وویل چې دغه چارواکي په هېواد کې د ناامنيو د زياتېدو، په ځانګړي ډول د کابل پر سردار محمد داود خان روغتون د وروستۍ حملې په خاطر استیضاح کېږي:

"استیضاح د اساسي قانون په مطابق د وکیلانو حق دی، ټولې هغه پوښتنې چې تاسي په امنیتي برخو کې لرئ او همدارنګه هغه پوښتنې چې وکیلانو په ولایتونو کې له سفر وروسته ورته مطرح شوي د چارواکو د استیضاح په ورځ مطرح کړئ موږ دا استیضاح په مخ کې لرو."

خو ویل شوي نه دي چې یاد چارواکي به دقیقاً په کومه ورځ استیضاح شي.

تردې وړاندي ویل شوي وو چې دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ استيضاح شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې تردې وړاندې هم اوه وزیران سلب صلاحیت کړي خو حکومت د ولسي جرګې دغه پریکړه د قانون خلاف بللې او د تفسیر لپاره یې سترې محکمې ته لېږلې.

سترې محکمې تر اوسه په دې برخه کې پرېکړه نه ده کړې.