د امریکا عدلیې وزارت د ټرمپ د ادعا په اړه اسناد وړاندې کړل

د امریکا د عدليې وزارت د کانګریس په غوښتنه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې ادعا په اړه اسناد وړاندې کړل چې ویلي و پخواني جمهور رئيس بارک اوباما يې جاسوسي کړې ده.
د امریکا یوې حکومتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي په دې اسنادو کېداسې هېڅ شواهد نه دي موندل شوي چې د ډونالد ټرمپ ادعا تائید کړي.

ولسمشر ټرمپ پر بارک اوباما تور پورې کړی چې تېر کال کله چې دی په نیویارک کې په خپل کور کې و نو ښاغلي اوباما يې ټلیفوني مکالمې اورېدل یې څارلي دي.

د عدلي وزارت په دې اړه اسناد د سنا د استخباراتو او قضايې کمېټې ته وړاندې کړي دي.

د امریکا د کانګرس د دواړو مجلسونو د استخباراتو د کمیټو جمهوریپاله او ډیموکراټانو تر دې مخکې هم ویلي چې دوی داسې هېڅ شواهد او اسناد پیدا نه کړل چې وښيې بارک اوباما امریکايي اجنسیو ته امر کړی وي چې د ډونالد ټرمپ په اړه جاسوسي وکړي.