د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي د اوکراين د شخړې د حل لپاره يوې سوله ييزې حل-لارې ته اړتيا ده.
په دغه هېواد کې د کييف د دولتي ځواکونو او روس-پلوه بېلتونپالو ترمنځ په جګړه کې ٩زره او ٩۴٠ کسان وژل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ تېره شپه د جرمني له صدراعظمې انګېلا-مېرکل سره تر کتنې وروسته په سپينه ماڼۍ کې يوه ګډ کنفرانس ته وويل:
"د صدراعظمې مېرکل رهبري او د فرانسې ولسمشر هڅوم چې په اوکراين کې د شخړې لپاره حل لار پيدا کړي، موږ په اوکراين کې له هيلې سره سم د سوله ييز حل هڅه کوو."
د امريکا ولسمشر د جرمني د صدراعظمې او د فرانسې د ولسمشر مننه وکړه چې په منځګړيتوب يې د اوکراين د شخړې د حل لپاره په ٢٠١۵میلادي کال کې د سولې پر يوه موافقه سلا وشوه؛ خو بيا هم په اوکراين کې د جګړې د ښکېلو لوريو ترمنځ تاوتريخوالى ادامه لري.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل که څه هم د پوتين ادارې په ٢٠١۴میلادي کال د اوکراين کريميا ټاپووزمه په خپلې خاورې پورې الحاق کړه او د اوکراين په ختيځ کې يې د بېلتون-غوښتونکو ملاتړ وکړ، خو دى بيا هم له مسکو سره ښې اړيکې غواړي.