اتمر: د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې د روسیې همکاري مهمه ده

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار پرون په مسکو کې د روسيې له ځينو عالي رتبه چارواکو سره د افغانستان او سيمې پر اړوندو مسايلو خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ ازادي راډيو ته وويل چې محمد حنيف اتمر پرون له خپل روسي سيال نېکولای پېټروشوف او د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره پر يو لړ موضوعاتو بحث وکړ.

د ملي امنيت شورا وايي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، د افغانستان د سولې او امن لپاره روسيه د افغان حکومت د پاليسۍ او لومړيتوبونو ملاتړ کوي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ښاغلي لاوروف ته ويلي چې افغان حکومت، روسيه مهم سيمه ييز متحد ګڼي او د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې د دغه هېواد همکاري مهمه ده.

ښاغلي اتمر پرون په مسکو کې د ګډ امنيت د سازمان له رئيس سره هم وکتل او پر تنظيم شويو جرايمو، د وسلو او انسان پر قاچاق، د ترورېزم پر اړوندو موضوعاتو او نورو ګواښونو يې چې د سيمې هېوادونه ورسره مخامخ دي، خبرې کړې دي.

ښاغلى تمر د پنجشنبې په ورځ په درې ورځني سفر روسيې ته لاړ.