فعالان: پر داوود خان روغتون د رازونو ډکې پېښه دې واضح شي

په افغانستان کې د ټولنیز عدالت مدني جنبش ټولنه وايي، پر سردار محمد داوود خان روغتون وروستۍ حمله مرموزه او له اسرارو ډکه ده او که یې عاملان ونه نيول شي، خلک به پرحکومت لا بې باوره شي.

د مدني او بشري فعالیتونو لپاره د دې ټولنې مشر احمد ذکي نن کابل کې خبریالانو ته وویل:

"د هغو معلوماتو پراساس چې موږ یې لرو، ۲۵۰ تنه پکې وژل شوي دي، خو حکومت خوله پټه کړې ده، موږ په دې اړه اندېښنې لرو."

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې د دې حملې په اړه د څېړنو پايلې به ډېر ژر څرګندې شي.

له دې پېښې سره ۲۴ تنه د ارتباط په تور نیول شوي چې د ښاغلي رادمنش په وینا، تر څېړنو لاندې دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم پرون له لوړ رتبه پوځي منصبدارانو سره په غونډه کې ټینګار وکړ چې په دې اړه د څېړنو پایلې ډېر ژر څرګندې شي.