د پنجشېر لسګونه اوسیدونکو نن د هغه ولایت د پخواني والي محمد عارف سروري د برطرفۍ سره د مخالفت غږ اوچت کړ.
د غونډې په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې ښاغلي سروري د پنجشېر د والي په توګه اغېزمنې پروژې عملي کړې وې او خلکو ته یې ښه خدمت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې محمد عارف سروري د پنجشېر له ولایته استعفې کړې او ولسمشر منلې ده.