د ننګرهار د حج او اوقاف رييس په کور ځانمرګی برید شوی
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، نن د جمعې لمانځه وروسته د سرخرود ولسوالۍ اړوند په هجرت کلي کې د ننګرهار د حج او اوقافو د رئیس ظاهر حقاني پر کور ځانمرګی برید شوی چې په خبره يې په دې پېښه کې یوازې د حقاني ورور وژل شوی او نور چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.