ټېلرسن: د شمالي کوریا اټمي ګواښ ته پوځي اقدام ممکن دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ویلي، د شمالي کوریا له لوري د اټمي ګواښ د زیاتېدو په صورت کې پوځي اقدام ممکن دی.

ټېلرسن نن د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې خبریالانو ته وویل:

"د سټراټېژيک زغم کړنلاره پای ته رسېدلې او موږ [د شمالي کوریا د اټمي او بالسټیک مزائیلو د پروګرام له امله] پر نویو ډپلوماټیکو، اقتصادي او پوځي اقدامونو غور کوو، ټول امکانات پر مېز راته اېښي دي."

ټېلرسن همدا راز جنوبي کوریا ته د امریکا د مزائیلو د دفاعي سیسټم د استولو ملاتړ وکړ.

د امریکا دې حرکت چین او شمالي کوریا په غصه کړي دي.

ټېلرسن وویل، واشنګټن لانجه نه غواړي خو د شمالي کوریا داسې کارونو ته به چې د دې هېواد ګاونډيانو یا امریکا ته ګواښ پېښوي، مناسب ځواب ورکړي.

د ا مریکا د بهرنیو چارو وزیر نن هغې غېر پوځي سیمې ته هم ورغی چې دواړه کوریاګانې یې سره جلا کړي دي.