مېرکل وايي ټرمپ سره لېدنې ته محتاطه او خوشاله ده

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وايي، واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لېدنې ته محتاطه او خوشاله ده.

مېرکل نن د جرمني یوې ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل:

"د یوه او بل په اړه د خبرو ګیلو پرځای، ښه ده چې له یوه او بل سره خبرې وکړو."

د ډونالډ ټرمپ او مېرمن مېرکل نننۍ کتنه په واشنګټن کې د شدید توپان او واورې اورېدو له امله څو ورځې وځنډېد.

د امریکا د جمهور رئیس په توګه له ټاکل کېدو راهیسې، دا اول وار دی چې ډونالډ ټرمپ د جرمني له صدراعظمې انګېلا مېرکل سره ګوري.

مېرمن مېرکل وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره به د امنیت، اقتصاد او د نړیوالې همکارۍ پر راتلونکې خبرې وکړي.

مېرکل د امریکا او جرمني ترمنځ د "سوداګرۍ د جنګ" په اړه وویل چې دواړه هېوادونه په ګډ کار کې منصفانه ګټه کولای شي.