اسناد: مایکل فلېن له روسي شرکتونو ۶۷ زره ډالر اخیستي وو

هغه اسناد چې د امریکا د کانګرس ډموکراټ غړي الایجه کمنګس خپاره کړل، څرګندوي چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلېن د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې له روسي شرکتونو ۶۷ زره ډالر اخیستي وو.

کانګرس کې د مېریلېنډ استازي الایجه کمنګس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتنه کړې چې له بهرنیو حکومتونو او شرکتونو سره د مایکل فلین د اړیکو په اړه هر اړخېز معلومات وړاندې کړي.

اسناد څرګندوي چې مایکل فلین په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د روسیې له ټلويزیوني شبکې [ار،ټي] چې د پوتین حکومت یې ملاتړ کوي، ۳۳ زره او ۷۵۰ ډالر یوازې د دې لپاره چې مسکو کې په یوې غونډې کې راڅرګند شي، اخیستي وو.

ماکیل فلین تر دې څو مېاشتې وروسته، د امریکا د ولسمشر ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې د سلاکار په توګه کار پېل کړ.

الایجه کمنګس پرون وویل، د روسیې له [ار،ټي] ټلویزیون سره د فلین رابطه ښايي، د قانون پر اساس، له بهرنیو حکومتونو د سوغاتونو د اخېستلو پر بندیز تیری وګڼل شي.

د امریکا د کانګرس په استازو مجلس کې د حکومت د څارنې او اصلاحاتو کمېسیون، مخکې تر دې چې مایکل فلین د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار وګومارل شي، د هغه د فعالیت په اړه څېړنې پېل کړې وې.