پاریس ته په پاکټ کې لېږل شوی بم له یونانه ور استول شوی و

د یونان چارواکي وايي، هغه بم چې پرون په یوه پاکټ کې د پېسو د نړیوال صندوق سازمان د پاریس ته ور رسېدلی و او چاودنه يې وکړه، له یونانه ور استول شوی و.

د پېسو د نړیوال صندوق هغه مامور چې دا پاکټ یې پرانیستی و، سرسري زخمي شوی او د دې سازمان ټول کارکوونکي له ودانۍ ایستل شوي دي.

د یونان د عامه نظم وزیر نیکوس توسکاس ویلي، د پېسو نړیوال صندوق ته پاکټي بم د یونان د حکومت د اپوزیسیون د محافظه کار ګوند د یوه لوړ رتبه وکیل له ادرسه ور استول شوی دی.

د پاریس د څارنوال دفتر ویلي چې د ور رسېدلي پاکټي بم په اړه په څېړنو کې د یونان د پوستې مهر/ټاپه پېژندل شوې ده.