د القاعده شبکې یو اورپکی د امریکا له خوا مجرم وپیژندل شو

د القاعده شبکې یو اورپکی چې په سعودي عربستان کې زیږیدلی د امریکا د یوې محکمې له خوا په افغانستان کې د دوو امریکایانو د قتل په قضیه کې مجرم وپیژندل شو.

د نیویارک یوې محکمې پرون د ابراهیم سلیمان عدنان هارون په نامه دغه کس مجرم وګاڼه.

عدنان خپله محکمه کې نه وو او د محاکمې جریان يې له محبسه تعقیباوه.

نوموړي په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ایټالیا له خوا امریکا ته سپارل شوی وو.