د پاکستان د ملېشه ځواکونو یو چارواکی وايي، دوه انتحاري برید کوونکو نن سهار د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د سرحدي ملېشه ځواکونو د روزنې په یوه مرکز برید کړی چې د نښتې په نتیجه کې يو ملیشه او برید کوونکي وژل شوي دي.
د دولتي ملېشو قوماندان لیاقت علي خان وایي، بریدکوونکي نن سهار دغو پوځي تأسیساتو ته داخل شوي وو او کوښښ يې کاوه چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله رامنځ ته کړي.
هغه وویل چې ساتونکو ژر عکس العمل وښوده او یو برید ګر يې وواژه.
دوهم برید کوونکي کله یې چې چاودیدونکی واسکټ په ګولې ولګېده وچاوده او ووژل شو.
قوماندان لیاقت علي خان وویل چې دوه نور ملېشه چې په دې نښتې کې ژوبل شوي وضعیت يي د ډاډ وړ دی.