اروپایي اتحادیه وایي په ۲۰۱۶ میلادي کال کې څه باندې یو میلیون او ۲۰۰ زره کسانو په اروپایي هېوادونو کې پناه غوښتې ده.
په هغه راپور کې چې پرون د یورستات احصایې د ادارې لهخوا خپور شو راغلي چې اکثریت دغه پناه غوښتونکي د سوریې، افغانستان او عراق وګړي دي.
د دغه راپور د ارقامو له مخې د هغو کسانو شمېر چې تېرکال یې په اروپا کې پناه غوښتې ده تر ۲۰۱۵ میلادي کال لږ وه خو اوس هم تر ۲۰۱۴ میلادي کال یې تعداد ډیر ښودل شوی دی.
د دغو کسانو شاوخوا ۶۰ فیصده په جرمني کې پناه غوښتې ده.