ټاکل شوې نن په کابل کې د ۱۳۹۵ کال د دولسم ټولګي له فارغانو څخه د کانکور آزموینې څلورم پړاو واخیستل شي.
د لوړو زدهکړو د وزارت ویاند فیصل امین ازادي راډیو ته وویل، د ازمویني پروسې د شفافیت او د درغلیو د مخنیوي په هدف په لومړي ځل له بایومیټریک سیسټمه کار اخیستل شوی دی.
ښاغلی امین وایي:
"بایو میټریک دوه مرحله یې پروسه ده چې اول دا پروسه تر ازموینې دمخه او دوهم پړاو یې د ازموینې په ورځ پر متقاضیانو تطبیقيږي چې په دې سره د عوضي کسانو یا هغو کسانو چې د بل چا پرځای ازموینه ورکوي، مخه نیول کېږي."
د روان لمریزکال لپاره د کانکور ازموینې درې نور پړاوه له تېرې اوونۍ کابل کې پیل شوې چې لوړو زدهکړو وزارت د مسؤلینو په خبره دا بهیر به په ټول هېواد کې د راتلونکي ۱۳۹۶ کال تر سرطان میاشتې پورې دوام وکړي او د اسد میاشتې په لومړیو کې به د زدهکوونکو لومړنی سمیستر پیل شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د شاوخوا درې سوه زره فارغینو نومونه د پوهنې وزارت لهخوا ورکړل شوي خو په ازموینه کې د ګډون کوونکو دقیقه شمېره به د مسؤلینو په خبره تر آزموینې وروسته معلوم شي.
چارواکي وایي، لهدې شمېرې څخه به شاوخوا ۱۲۰ زره په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې جذب شي.