د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هېواد يې د افغانستان د سوله ییز پرمختګ ملاتړ کوي.
د روسیې د خبري اژانس ، ایترتاس په حواله ، ولادیمیر پوتین نن ټینګار کړی چې مسکو به له افغانستان سره نېږدې همکاري جاري وساتي چې له ترورېزم او مخدرو موادو پاک هېواد شي.
پوتین نن په مسکو کې د افغانستان د نوي سفیر باور لیک ترلاسه کړ .
د روسیې ولسمشر په دې اړه په غونډه کې وویل چې د سیمه ییز جوړ جاړي او د افغانستان د سولې، خپلواکۍ، ثبات او اقتصادي خودکفايي لپاره مرستې جاري وساتي.