د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن نن له شمالي کوریا غوښتنه وکړه چې خپل اټمي پروګرام بند کړي.
ریکس ټېلرسن وویل، پیونګ یانګ له امریکا د وېرې اړتیا نهلري.
هغه نن د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر سره تر کتنې وروسته، یوې خبري غونډې ته وویل:
"شمالي کوریا او خلک یې باید له امریکا یا په سیمه کې له خپلو ګاونډیانو چې یوازې په سوله کې د همزیستۍ هڅې کوي، وېره ونهلري. "
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د بندولو لپاره تر دوو لسیزو ناکامو هڅو وروسته، پهدې اړه نوي چلند ته اړتیا ده.