رېکس: د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې شوی لګښت واقعبینانه نه وو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن وايي، هغه لګښت چې دې وزارت پخوا کول، په اساس کې واقعبینانه نه وو.

ټېلرسن نن د جاپان پلازمېنه توکیو کې د امریکا د ولسمشر د طرحې په اړه چې غواړي د بهرنیو چارو وزارت کلنۍ بودجه ۲۸ فیصده کمه کړي، دا څرګندونې کړي دي.

هغه ویلي چې ډېرکارونه په لږو پېسو ترسره کېدلای شوای.

سپینې ماڼۍ سږکال بودجه کې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو پروګرام لپاره ۲۵ اعشاریه شپږ میلیارد ډالر بودجه وړاندیز کړی ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بودجې کمول، د ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره د سپینې ماڼۍ له‎خوا د بودجې په طرح کې شامل دی چې پر اساس به یې د بهرنیو مرستو پروګرامونه او د چاپېریال ساتنې پروګرامونه محدود شي او په بدل کې به يې د امریکا د پوځ بودجه زیاته شي.

سپینه ماڼۍ به نن د ۲۰۱۸ میلادي کال د بودجې طرحه وړاندې کړي.