دیریک واټسن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان د ځنډولو حکم وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هاوايي ایالت یو فدرالي قاضي چې امریکا ته د یو شمېر هېوادونو د خلکو او ټولو مهاجرینو پر ورتګ د ولسمشر دوهم فرمان يې ځنډولی، ترټلی او تور یې ورباندې لګولی چې پر خپلو قضايي صلاحیتونو پښه اړولې ده.

د هاوايي د ایالتي محکمې قاضي دیریک واټسن، پرون د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان د ځنډولو حکم وکړ.

ټاکل شوې وه چې دا فرمان له نن ورځې د تطبیق وړ شي خو قاضي ډېرېک واټسن یې مخنیوی وکړ.

ډېریک واټسن وویل، زیات امکان شته چې د ولسمشر ټرمپ حکم غیر قانوني ثابت شي او ښايي هاوايي ایالت او د هغه ایالت خلکو ته داسې زیان ورسوي چې د اصلاح وړ به نه وي.

ولسمشر دوهم فرمان د اکثر مسلمانانو له شپږو هېوادونو د خلکو او د ټولو مهاجرینو پر ورتګ موقتي بندیز لګولی دی.

خو د هاوايي د فدرالي قاضي حکم یې د دې فرمان د عملي کېدو مخنیوی کړی کړی.