افغان حکومت د روسیې د سفیر وروستۍ څرګندونې چې ویلي و، روسیه له وسلهوالو طالبانو نظامي ملاتړ نه کوي هرکلی وکړ.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي نن په خپلې اوونیزې غونډې خبریالانوته وویل، له روسیې سره هر ډول ابتکار او اړیکې باید افغانستان د حکومت په رهبرۍ ترسره شي.
نوموړی وايي:
"د روسیې سفیر اعلان کړی چې روسیه له طالبانو سره نظامي او تسهیلاتي مرستې نهکوي موږ یې له دغه اعلانه هرکلی کوو، هر مذاکرات او ابتکار چې کېږي باید د افغانستان د حکومت په رهبرۍ ترسره شي."
څو ورځې وړاندې کابل کې د روسیې سفیر ویلي روسیه له طالبانو نظامي ملاتړ نهکوي او باید دغه ډله د افغانستان اساسي قانون په رسمیت وپيژني او سولې ته غاړه کېږي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې روسیه د داعش پرضد وسلهوالو طالبانوته وسلې ورکوي او هغوي تجهیزه وي، خو خپلواکو او کره سرچینو دغه راپورنه تائید نهکړل.