لندن غونډه کې د پاکستان افغانستان پر وضعیت بحثونو کې پرمختګ شوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په لندن کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجود سیاسي وضعیت د ښه کېدو لپاره په بحثونو کې پرمختګ شوی.

د ملي امنیت شورا له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي بحثونو کې پریکړه وشوه چې د موجوده وضعیت د بشپړ ښه کېدو لپاره به دا بحثونه په راتلونکي کې هم دوام ولري.

د افغانستان، انګلستان او پاکستان ترمنځ د انګلستان په پلازمېنه لندن کې تېره ورځ درې اړخېزه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او اسلام‎اباد کې د افغانستان لوی سفیر حضرت عمر زاخېلوال، د پاکستان د صدراعظم د بهرنۍ چارو سلاکار سرتاج عزیز او د انګلستان د ملي امنیت سلاکار مارک لېل ګرېنټ ګډون درلود.