مارک روتې ادعا وکړه چې د خلکو ګوند انتخاباتو کې بریالی شوی

د هالنډ صدراعظم مارک روتې ادعا وکړه چې د ده کیڼ اړخی د ازادي او ډموکراسي لپاره د خلکو ګوند د چهارشنبې ورځې په انتخاباتو کې بریالی شوی او پر هېواد د کنټرول لپاره د یوه غلط پوپولیسم (عوام‌پالنه) مخه‌یې ونیوله.

د رأیو نتیجه ښیي چې د روتې ګوند د دې هېواد د پارلمان د ۱۵۰ کسیزې ولسي جرګې ۳۱ څوکۍ ګټلې دي.

دا له هغو ۴۱ څوکیو چې دې ګوند د ۲۰۱۲ میلادي کال په انتخاباتو کې ګټلې وې، کمې دي.

د ازادي ګوند چې مشري یې ملت‌پال او د اسلام ضد ګیرټ ویلډرز کوي، ۱۹ څوکۍ ګټلې وې.

روتې تېره شپه هاګ کې خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې وویل چې هالنډیانو د غط پوپولیسم مخه ونیوله او زیاته‌یې کړه چې موږ غواړو چې همدا اوسنۍ تګ‌لاره مخ ته یوسو چې هغه د هېواد امن، ثبات او سوکالي ده.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل او د اروپایي اتحاديې د کمېسیون مشر جین کلاود جونکر په ګډون اروپايي مشرانو روتې ته مبارکي ورکړې او جونکر دغه انتخابات د اروپا لپاره او هم د سخت دریځۍ ضد انتخابات یاد کړي دي.