د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د انقرې او بروکسل د مخ په زیاتېدونکې لفظي شخړې په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ د هغه تاریخي تړون د لغوه کولو خبرداری ورکړ چې اروپایي اتحاديې ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ننوتو د لړۍ مخه نیسي.
یو کال مخکې چې اروپا د مهاجرت د ستر بحران په منځ کې وه، ترکیې ورسره پر یوې معاملې موافقه وکړه چې غیر قانوني مهاجر به نهپرېږدي چې یونان ته داخل شي او په بدل کې اروپایي اتحادیې هم له انقرې سره په دې اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب او د ترکیې اتباعو ته له ویزې پرته د سفر کولو د غوښتنلیکونو د پروسې د ګړندي کولو او بېرته ترکیې ته د مهاجرو استولو په بدل کې د ۶ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
دغه تړون له دې کبله ستایل شوی چې له دې سرهیې مرسته وکړه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال اروپا ته د ګڼ شمېر کډوالو د ورتلو بهیر تکرار نهشي، هغه بهیر چې په اروپا کې د ښي اړخو او مهاجرت ضد سیاسي ګوندونو د عامه ملاتړ د زیاتېدو سبب شوی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ۲۴ ټلوېزیوني کانال ته وویل چې ترکیه اوس پر دغه تړون غور کوي او که دا وموندي چې اروپایي اتحادیه خپلې ژمنې نهعملي کوي، هغه به لغوه کړي.
هغه زیاته کړه، موږ کولای شو دغه تړون سمدستي لغوه کړو، دا هر څه زموږ لاس کې دي.
د هغه په وینا په اوس وخت کې موږ دغه تړون نهعملي کوو ځکه تر اوسه له ویزې پرته د سفر کولو شرایط نهدي عملي شوي.