کوټس د امریکا استخباراتي رئیس او ماسټر د ملي امنیت سلاکار شو

د امریکا سنا جرګې په قاطع اکثریت سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا نومول شويو د ملي امنیت سلاکار او د استخباراتو د ادارې رئیس ته د باور رأیه ورکړه.

سناتورانو پخوانی جمهوري غوښتونکی سناتور ډان کوټس «Dan Coats» د استخباراتو د ملي ادارې د مشر په توګه په ۸۵ موافقو او او ۱۲مخالفو رأیو تائید کړ.

د ملي امنیت د سلاکار په توګه پوځي جنرال هېربرټ مک ماسټر «H.R. McMaster» ته ۸۶ سناتورانو مثبتې او لسو منفي رأيې ورکړې.

۷۳ کلن کوټس به پر ۱۶ استخباراتي ادارو څارنه کوي او ۵۴ کلن مک ماسټر هم د مایکل فلین ځای نیسي چې د فبرورۍ په ۱۳مه وروسته له هغې له دندې لیرې کړای شو چې څرګنده شوه هغه د امریکا مرستیال ولسمشر ته په امریکا کې د روسیې له سفیر سره د خبرو په اړه سم معلومات نه‌و ورکړي.